کابل باخترد تلې دمياشتې ١ :
پخوا داسې پتيل شوې وه چې دروانې اوونۍ دچهارشنبې په ورځ دحکومت دديارلس کلنو کړنو درپوټ دوړاندې کولو په مقصد دوزيرانو شورا فوق العاده غونډه جوړه شي ، خو دغه غونډه نه جوړيږي .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دچارو د ادارې او ددوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست په دې باب ديوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي .
له پخواني پروګرام سره سم ټاکل شوې وه دروان کال دتلې دمياشتې په دويمه نيټه د چهارشنبې په ورځ راتلوونکي دولت ته دحکومت دديارلس کلنو کړنو دوړاندې کولو په مقصد دوزيرانو شورا فوق العاده غونډه جوړه شي .
خو دغه غونډه له نوي منتخب جمهوررييس سره له سلامشورو وروسته دزماني محدوديت په نسبت لغوه شوه .
منتخب جمهوررييس غواړي چې په يو مناسب فرصت کې په زيات دقت سره دوزارتونو او دخپلواکو رياستونو رپوټونه واوري .
0 1 دقیقه لوستل