کابل- باختر د سلواغې د مياشتې ٢٨مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيره ورځ په نسبت ٨ ډالره زياتوالى راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣١٨ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٣٢٦ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو، کويټي ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٥٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٢٠٠افغانيو، عربي ٢١٥٠ افغانيو، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ