امنیت

دملي اردو درې تنه عسکر شهيدان شول .

کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه

دملي اردو درې تنه عسکر پرون په لغمان او هلمند ولايتو نو کې د امنيتي دندو په وخت کې شهيدان شول او دوه تنه نور يې په غزني ولايت کې ټپيان شول.

دملي دفاع وزارت  دويندوى مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته وويل:

دغه کسان د لغمان ولايت په عليشنګ اود هلمند ولايت په موسي قلعه ولسواليو کې په واټ کې دښخ ګړى شويو ماينو نو د چاودنې او ددښمن دډزو له ا مله شهيدان شول اودوه تنه نور عسکر دغزني ولايت په خوا جه عمري ولسوالۍ کې ټپيان شول.

 دغه راز دپکتيکا ، غزني ، زا بل او لوګر ولايتونو په مربو طاتو کې د ملي اردو ځوا کو نو د امنيتي دندو په بهير کې ددښمن درې تو غندي ويشتو نکى ، څلور کلاشينکوفونه ،يوه بکسۍ مهمات ، دولس شاژورونه ، يوه مخابره ، يو دور بين ، دري ويشت قلمه چاوديدونکى تو کي ،ددرندو اوسپکو وسلو يوه زيا ته ا ندا زه تو کي او اووه موټر سايکلو نه ددغو ځوا کو نو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته