ټولنه

شپږ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

کابل باختر دزمري اته ويشتمه :
دلوګر ولايت په مرکز او مربوطاتوکې د شپږو ټولګټو  پروژو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وړاندې شوې .
دلوګر ولايت دملي پيوستون دپروګرام رييس انجنير ظفرخان وويل: دغه پروژې چې د څښاک د اوبو د پنځه ديرشو نيمه ژورو څاه ګانو کيندل او د ټولنيز مرکز د اوو سالونونوجوړول شامل دي؛ د لوګر ولايت په مرکز اومربوطاتوکې دغيرت آباد ، قلعه سيد احمد، قلعه جمعه ، قلعه طاهر او د راب په کليوکې دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون د پروګرام له خوا او د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د څوارلسومليونو اووه سوه دوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښټ بشپړې او د استفادې وړوګرځيدې .
دقلعه جمعه يوه نن  اوسيدونکى حاجي نسيم په دې باب وويل: ددغه شان پروژو تطبيق له دولت سره دخلکو د لازيات پيوستون سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته