کابل باختر د وږي دمياشتې ١٨ :
موږ دهېواد دشهېدانو لوړ مقام ته د درناوي په کولو سره ژمنه کوو هغه وياړ چې دوى په خپلو سرونو سره ګټلي دي موږ به يې په خپلو وينو سره وساتو.
د شهيد د اوونۍ درناوى ا و نمانځل په حقيقت کې د هېواد د شهيدانو لوړ مقام ته درناوى دى.
هغه شهيدان چې د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي ارزښتونو دساتلو په خاطر يې په ميړانې سره مبارزه وکړه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.
د هېواد شهيدانو خپل آرمانونه له ځانه سره يوړل چې د افغان نجيب ملت آرمانونه او وياړنې پوره کړي .
ددغو شهيدانو ترمنځ د دغه هېواد نوميالي بچيان شته چې نومونه به يې د دغه هېواد د وياړلي تاريخ په لومړي سرکې وي . لکه د هېواد ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود ، د سولې شهيد استاد برهان الدين رباني ، د ملت شهيدان حاجي عبدالحق او حاجي عبدالقدير ،احمدولي کرزى ، جنرال داود داود ، ارسلاجمال ، حکيم تڼيوال او د دغه هېواد په لسګونو تنه نور شهيدان چې دافغانستان په معاصر تاريخ کې ځلانده ستوري ګڼل کيږي.
د افغانستان په اوسنۍ حماسه کې زموږ دفاعي او امنيتي ځواکونه هغه ميړني دي چې د پيړۍ د وحشت په مقابل کې خپل ټټرونه سپر کړي دي او زموږ دهېواد دوياړنو او ملي نواميسو دفاع کوي .
له بله پلوه د ښځو ، ماشومانو او مشرانو په ګډون زموږ بيګناه او بې دفاع خلک چې د دښمن د وحشيانه بريدونو له امله شهيدان شوي دي ټول هغه کسان دي چې د دغه هېواد داتلو شهيدانو ترڅنګ له موږ سره عزت او وياړ لري او ځان له هغوى څخه دمنني په خاطر مکلف بولو.
موږ د خپل هېواد د شهيدانو لوړ مقام ته د درناوي له امله په صادقانه ډول ژمنه کوو هغه وياړنې چې هغوى د خپلو سرونو په بيه ګټلي دي موږ به هغه په خپلو وينو وساتو.
1 1 دقیقه لوستل