سیاستTOP

د یوې مور دوه زامن؛ خو د یو بل وینو ته تږي!

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
د کب نهمه چې د سرتېري ملي ورځ نومول شوې، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي.
د باختر آژانس خبریال هم د یادې ورځې په مناسبت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له سرتېرو سره د دوی پر هیلو او ستونزو خبرې کړې دي.
امین الحق چې په کونړ کې په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوي، وايي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې په دنده ترسره کولو ویاړي، ځکه چې د خپلې خاورې او خلکو خدمت کوي.
هغه وايي چې که څه هم امتیازات او معاش یې ستونزې نه شی حل کولای؛ خو بیا هم د خلکو خدمت ثواب ګڼي او خپلې دندې ته دوام ورکوي.
ډلګي مشر نبي الله چې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په دوهمې پلې لوا کې یې دنده ترسره کوله، وايي چې ۶۶۰ ماینونه یې شنډ کړي چې په دې سره یې د سلګونو کسانو ژوند ژغورلی؛ خو د ۶۶۱ ماین شنډولو ترې غبرګې سترګې واخیستې او رڼا ورځ یې پرې تورتم کړه.
نبي الله وايي چې په ډېر اخلاص یې د هېواد له لوېشت – لوېشت خاورې دفاع کړې؛ خو له کومې ورځې چې معلول شوی، یوازې ژمنې ورسره شوې او نور یې هیڅ مسوول پوښتنه نه ده کړې.
هغه وايي چې د استوګنې د یوې نمرې او د زده کړې لپاره یې بهر ته د بچیانو د لېږلو ژمنې ورسره شوې؛ خو یوه یې هم نه ده پوره شوې.
نبي الله او امین الله وايي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده، دوی پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
په خوست کې خواجه محمد وايي چې هېوادنۍ مینې اړ کړی چې د پولیسو په لیکو کې دنده پیل کړي او د هېواد د خاورې ساتنه وکړي.
خواجه وايي چې په یوه خاوره کې دوه ورونه وژل کېږي، نو هیله ده چې طالبان نور جنګ ته د پای ټکی کېږي او په سوله او مینه کې ژوند وکړي.
په زابل کې د ملي پولیسو یو افسر زړګی اکبري وايي چې سرتېری خپل سر نذرانه کوي او د زرګونو هېوادوالو سرونه ساتي، د خپل ځان پر قربانۍ د هېوادوالو د شرف او عزت ساتنه کوي، خپله هر ډول لوږه، تنده، ستړیا او ستونزې ګالي؛ خو هېوادوالو ته د ډاډمن ژوند زمینه برابروي.
اکبري وايي چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوي او تر هغې به دوام ورکړي چې یې په تن کې ساه وي.
سلیم چې په غزني کې یې په برید کې سترګې، لاسونه او پښې له لاسه ورکړي، وايي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې یې دنده د خلکو د خدمت او خپلو بچیانو ته د حلالې روزۍ پیدا کولو لپاره ترسره کړې.
هغه له وسله والو طالبانو غواړي چې اوربند او سوله وکړي چې نور په افغانستان کې د بلې مور د زوی د معلولېدو مخه ونیول شي.
د غزني یو بل سرتېری بیا له دولته غواړي چې افغان ځواکونو ته دې پرمختللي تجهیزات ورکړل شي. ده له ولس هم غوښتنه وکړه چې د امنیت په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
د عصمت الله په نوم د میدان ورګو د امنیې قومندانۍ یو افسر هم له دولت د پرمختللو تجهیزاتو غوښتنه کوي او د یو آباد او سوله ییز افغانستان په هیله دی.
د سرتېري ملي ورځ یا د کب نهمه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم طالب او افغان سرتېری یو بل ته په سنګرونو کې ګوته په ماشه ناست دي، خو هیلې شته چې دغه د یوې مور دوه زامن به یوه ورځ سره پخلا او دواړه به په ګډه د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
افغانان په دې هیله دي چې دواړه ورونه سره پخلا شي، د کینې او نفرت پر ځای یو بل په غېږ کې کلک ونیسي، مینه خپره کړي او نور اجازه ور نه کړي چې یوه مور بوره شي، یو پلار په ملا مات شي، یوه خور بې وروره شي، یو ماشوم بې پلاره شي او یوه میرمن کونډه شي.
دغه دواړه ورونه د سولې لپاره خپل دردونه او غچ اخېستل هېر کړي، د قدرت او ځواک مینه هم له زړه وباسي، یو بل ته له سرو کرښو تېر شي او سولې ته لومړیتوب ورکړي، ځکه چې سوله د ۳۵ مېلیونه افغانانو هیله ده.
کله چې تېر کال په همدې میاشت کې په قطر کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالاتونو ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، ورسره سم سولې ته د جګړو ځپلو افغانانو هیلې هم زیاتې شوې، نو اوس یې وخت دی چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، ځکه چې جګړې له افغانانو هر څه واخیستل او سوله د هر افغان هیله ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته