امنیت

پنځه سوه جريبه ځمکه دکوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
په  ننګرهار ولايت کې د شاهين _ ٢ په نامه  دعملياتو په بهيرکې پنځه سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه  پاکه  شوه .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل :
دشاهين _ ٢ په نامه ګډمحاربوي او چاڼيز عمليات  چې  امنيتي ځواکونو له خوا  د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ  په زاخيل بانده او کوري وزيتون کليو کې  ددکوکنارودکښت له منځه  وړلو په مقصقد پيل شوي و په برياليتوب سره دوام لري   چې له امله يې پنځه سوه  جريبه  له کرل شويو کوکنارو څخه پاکه شوې ده .
له بلې خوا  د ضرب فولاد نمبر _٢ په نامه عمليات دکونړ ولايت په اسمار ولسوالۍ کې پيل شوي و په  برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
ديادونې وړ ده  چې د وسايطوضد دوه ماينونه چې د ننګرهارولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چې دوسله والو ډاراچوونکوله خوا ځاى پرځاى شوي و   له چاودنې مخکې د پلې لوا دانجينرۍ ټيم له خوا شنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته