سیاست

جمهور رئیس غني د سعودي عربستان له پاچا سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې ټلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان پاچا ژمنه وکړه، چې ۲۵ زره افغان کارګرو ته به د کار ویزه ورکړي او هېواد به یې افغانانو ته د کاري وضعیت د ښه والي په خاطر هڅې وکړي.
د هېواد جمهور رئیس سعودي عربستان ته د وروستي سفر پرمهال د سعودي عربستان د هغو ژمنو یادونه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو  مشرانو یې په هکله توافق کړی وو.
اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز وویل، د ټولو شویو ژمنو او توافقاتو د پوره کولو لپاره  به عملي ګامونه واخلي.
جمهور رئیس غني د سعودي عربستان پاچا څخه د مننې په ترڅ کې وویل، چې د یادو توافقاتو د عملي کولو په موخه به د افغانستان له لوري یو پلاوی هغه هېواد ته واستوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازولي د هغو حاجیانو په خاطر خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل، چې په مکه مکرمه او منی شریفه کې شهیدان او ټپیان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته