نړۍ

دکراچۍ ښارپه تاوتريخوالي کې يوولس تنه نور ووژل شول.

کراچۍ ډيلي ټايمز باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دپاکستان دکراچۍ ښارپه نويو تاوتريخوالي کې دمتحده قومي ګوند ديوغړي په ګډون  يوولس تنه ووژل شول .
باختر آژانس دډيلي ټايمز ورځپانې له خولې خبر راکړ  : د غه يوولس تنه  پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دکراچۍ ښار په بيلابيلو سيمو کې په  ډزو سره ووژل شول .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې :   د وژل شويو هويت پيژندل شو دى  او امنيتي ځواکونو د دغو  وژنو په ارتباط څو تنه نيول  دي.
ديادونې وړ ده   ،  چې قصدي وژنې او فرقه يي بريدونه له زيات وخت  څخه په کراچۍ ښارکې دوام لري چې له امله يې يو زيات شمير کسان وژل شوي دي خو دخلکو له پرله پسې غوښتنوسره سره حکومت  تراوسه پورې د دغو بريدونو په پاى ته رسولو نه دي بريالي شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته