امنیت

په کابل ښارکې د تروريستي بريد په ا ړوند دکورنيو چارو د وزارت اعلاميه

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٦
په کابل ښارکې د تروريستي بريد په ا ړوند دکورنيو چارو د وزارت اعلاميه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزارت   نننى تروريستي بريد
چې په کابل کې داصلاحاتو او همپالنې  دانتخاباتي مرکز په غړو وشو ، په کلکه
غندي او هغه دافغانستان دخلکو دد ښمنانو دهلوځلو  يوه برخه بولي.
نن  له غرمې وروسته په  دولسو بجو او شلو دقيقو يوه  تروريست داصلاحاتو         او همپالنې  دانتخاباتي مرکز دغړو په وسايطو  په داسې  حال کې چې دکمپاين له ساحې څخه دوتلو په  حال کې وو  له  چاوديدونکو توکو څخه په استفادې سره  تروريستي بريد ترسره کړ.
ددغه تروريستي بريد له امله  يو شمير ملکي وګړو ته چې په ساحه کې  حاضر وو،
مرګ ژوبله واوښته .
له ساحې څخه دپوليسو  دلومړنيو معلوماتوله مخې : په دې پيښه کې شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان  او دوه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي.،
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو وزارت  دتروريستانو دغه وحشيانه عمل چې دملکي وګړو دشهادت سبب شو  غندي  او دافغانستان شريفو خلکو ته ډاډ ورکوي چې  هيڅ ډله  دانتخاباتو په دويم پړاو کې  دانتخاباتو دامنيت  دګډوډولو ځواکمنتيا نه لري او دافغانستان ملي پوليس به دانتخابات  امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته