ښوونه او روزنه

حامدکرزي دځوانانو دعلم او پوهې زده کړه دهيواد ستره اړتيا وبلله .

کابل  _باختر  دغبرګولي څلير ويشتمه

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دځوانانو دعلم او پوهې زده کړه دهيواد ډيره مهمه  اړتيا وبلله او دتعليمي اوتحصيلي مرکزونو له استادانو او زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې په دې باب دې خپله يوه شيبه وخت هم  ضايع  نه کړي .

 دباختراژانس دخبر له مخې،  جمهور رييس په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه  دملي راډيو له څپو څخه خپره شوه وويل چې ښوونځي ، مدرسې  پوهنتونونه او دلوړو زده کړو موسسې  دښوونې اوروزنې او دتجربو ، علومو اومهارتونو دترلاسه کولو ځاى دى او هغه ټولنې چې له دغوروزنيزو اواکادميکي  مرکزونو  څخه  استفاده کوي دترقي اوپرمختګ لوړو درجو ته رسيږي اوپه خپلو ستونزو بريالى کيږي .

 حامدکرزي څرګنده کړه په تيرو دولسو کلونوکې مې تل په دې اصل  ټينګار کړى دى چې له تعليمي اوتحصيلي مرکزونو څخه بايد يواځې اويواځې  دعلومو اومهارتونو دزده کړې او دپوهې دترلاسه کولو په مقصد کار واخلو چې ځوانان دعلم په ګاڼه سمبال شي او دخپل هيواد ، هيوادوالواوکورنيو دخدمت جوګه شي اوموږ هغه وخت دغه هدف ته  رسيدلاي شو چې زموږ تحصيلي او تعليمي  مرکزونه له هر راز سياسي اوګروهي شخړو څخه خلاص وي .

 جمهور رييس په دې راډيويي وينا کې څرګنده کړه، هغه کسان چې له سياست سره مينه لري کولاى شي  دښوونځيو او پوهنتونونو له چاپيريال څخه بهر خپله فعاليتونه ترسره کړي چې ددرسي خونو دروازې دزده کوونکواو محصلانو پرمخ تړلى نه وى ځکه ددرسي ټولګيو ددروازو تړل دزده کوونکو او دهغوى دکورنيو په حق  کې جفا ده .

 حامدکرزي زياته کړه راشئ ځان دميندو او پلرونو پرځاى وبولوچې دخپل زړه ټوټې دعلم اوپوهې د زده کړې لپاره استوي خوزموږ په پوهنتونونوکې  کله ناکله دسياسي اوګروهي هدفونو په مقصد اولاد يې له درس او تعليم څخه بې برخې کيږي .

 جمهور رييس استادانو اومحصلانو ته په خطاب کې وويل زده کوونکي اومحصلان ښوونکو او استادانو ته دبچي او اولاد حيثيت لري او استادان اوښوونکي محصلانو او زده کوونکو ته دمعنوي ميندو او پلرونو حيثيت لري اوميندې او پلرونه  هيڅکله هم نه مني چې اولاد يې له درس او تعليم څخه بې برخې  وي .

 حامدکرزي له ټولو استادانو اومحصلانو څخه وغوښتل  چې دهيواد داړتياو په پام کې نيولو سره دې  پرې نږدي چې ددوى دفرصتونو يوه شيبه هم په تعليمي او تحصيلي چاپيريال کې ضايع شي او هم يې  له سياسي ډلو څخه وغوښتل چې دخپلو هدفونو او پرمخ بيولو په مقصد دې له تعليمي او تحصيلي  موسسو څخه استفاده ونه کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته