کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
په جوزجان ولايت کې يوه ځوان هلک پرون دده په خور دجنسي تيري په تور خپل پلار دتيشې په ګوزارونو سره وواژه .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني باختراژانس ته وويل دغه هلک دخپل پلار له وژنې وروسته ځان پوليسو ته وسپاره .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير ددغې پيښې په باب تحقيقات پيل کړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په جوزجان ولايت کې يو هلک خپله مور دچړې په ګوزارونو سره ووژله او خپلې دوه خويندې يې ټپيانې کړې .
ختم_ عطاالله – اکرم