ټولنه

په پنجوايي ولسوالۍ کې د دريو کانالونو د رغولو چارې پيل شوې

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۲۹ مه
د نږدې دوه سوه څلوېښتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د قندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د دريو کانالونو د رغولو چارې پیل شوې.
دغه کانالونه د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني او صلواتو سيمو کې د فوډ زون پروګرام له خوا رغول کېږي.
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منیب د باختر اژانس سيمه ییز خبريال سره په خبرو کې دغه کانالونه د سيمې د خلکو لپاره ډېر ګټور وبلل او له بزګرانو څخه يې هيله وکړه چې په خپلو ځمکو کې د نشه يي توکو پر ځای حلال کښت وکري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته