سیاست

جمهوررئیس غني : د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی

کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې "ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کنفرانس" په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دويآند دفترﻻآخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه ملي کنفرانس چې د لوی څارنوالۍ په نوښت جوړ شوی وو، د هېواد د لومړۍ مېرمن په شمول یو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو او څارنوالانو هم په کې ګډون کړی وو، په پيل کې د افغانستان لوی څارنوال محمدفرید حمیدي د دغه کنفرانس د جوړېدو او پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل، له جمهوررئیس او د هېواد له لومړۍ مېرمن څخه یې د ملاتړ له امله مننه وکړه.
لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، عدالت ته لاسرسی مهم دی، ځکه زموږ  زیات تمرکز به په ناامنو ولسوالیو کې د عدالت پر تامین وي. هغه هیله وښوده چې د دغو ۲۴۲ نویو ګومارل شویو څارنوالانو چې ۹۳ په کې ښځې دي د کار له پیلولو سره به عدالت ته د ښځو لاسرسی زیات شي.
لوی څارنوال وویل، پخوا د څارنوالانو د ستاژ او عملي زده کړو دوره یوازې تر کابل محدوده وه، خو اوس دغو څارنوالانو دوه میاشتې کابل او شپږ میاشتې په خپلو ولایتونو کې دا دوره بشپړه کړه او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
هغه وویل د دغو څارنوالانو په ګومارنې سره به په ۱۷ولسوالیو کې چې تر دې مهاله په کې څارنوالۍ فعالې نه وې، فعالې شي او په نږدې راتلونکې کې به په پنځوس نورو ولسوالیو کې دېته ورته څارنوالۍ فعالې او په مجموع کې به په ۲۹ولایتونو کې ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ فعالې شي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني، په پیل کې نويو ګومارل شویو څارنوالانو په ځانګړې ډول  ۹۳ ښځینه څارنوالانو ته، مبارکي ورکړه، وې ویل: تاسې ښځې او نارینه څارنوالان هغه څوک یاست چې د ګډ لیدلوري په درلودلو سره به د هر ډول تاوتریخوالي مقابل کې درېږئ.
جمهوررئیس غني د عدالت، د قانون حاکمیت او شفافیت د تامین په برخه کې د لوی څارنوال د هلوځلو مننه وکړه، وې ویل: د لوی څارنوالۍ او قضایه قوې استقلال ډېر مهم دی، نن تاسې ته مهمه تحفه درکول شوه او هغه قران شریف دی چې زه هر وخت ورته مراجعه کوم، ځکه خو دښمنان زما اراده نشي ماتولی، دغسې باید ستاسو اراده هم استواره وي.
جمهوررئیس زیاته کړه، تاسې یوازې د څارنوالۍ مامورین نه یاست بلکې تاسې د شریعت او عدالت پلي کوونکي یاست، اساس عدالت دی که عدالت نه وي د کایناتو نظم ماتېږي ، ځکه د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی او کله چې عدالت تامین شي جنګ څنډې ته کېږي.
جمهوررئیس په ټولنه کې د ښځورول  ته په اشارې هغوی ته په خطاب کې وویل، موږ څلوېښت کاله ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو تاسې باید دا حالت بېرته په څلورو کلونو کې جبران کړئ، افغان ښځې د نوي افغانستان استازې دي چې په ملي اسلامي ارزښتونو سمبالې دي. هغه زیاته کړه، تاسې له جنګه ثبات او له تاوتریخوالي سولې ته د انتقال نسل یاست.
جمهوررئیس  نویو ګومارل شویو څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، زما پیغام ولس ته ورسوئ چې ټاکنې کېدونکي دي او په کې پراخ ګډون وکړئ. هغه د قانون د حاکمیت په برخه کې د یو نوي بحث د ایجاد پر اړتیا ټینګار وکړ او د قانون د حاکمیت لپاره یې ټاکنې لازمي وبللې.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه: که اقتدار د ولس په خوښه نه وي او اصلاحات له پاسه شروع نشي او چارواکي له قانون څخه ځانونه پورته وګڼي دولت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته