سیاست

د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوه

کابل/ د غبرګولي ۲۶ مه/ باختر

د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د ټولو غړو او والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه.

دجمهوري رياست ويندوي دفتر د معلوماتو له مخې؛ لومړی د هیواد جمهوررئیس د هیواد د نومیالي عارف، شاعر او لیکوال حیدري وجودي د وفات په مناسبت د مرحوم کورنۍ او د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د هیواد د عارفانو او فرهنګیانو ټولنې ته تسلیت ووایه، ارواښاد ته یې د لوی الله (ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

همداراز جمهوررئیس د کابل په شیرشاه سوري جامع جومات د تروریستي برید له امله چې د مولوي عزیزالله مفلح د شهادت لامل شو، کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د علمای کرامو، مذهبي کلیدي شخصیتونو او د سولې مذاکره کوونکي ټیم د امنیت تامین ته جدي پاملرنه وکړي.

همداراز، جمهوررئیس غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر شهادت چې د هیواد او اساسي قانون د ارزښتونو ساتنې لپاره خپل ځانونه قرباني کوي، د خپل تسلیت ژور مراتب وړاندې کړل او د هیواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمنانو وروستي بریدونه یې په سختو ټکو وغندل، کورنیو چارو وزارت ته یې دنده وسپارله چې د ملي پولیسو ناروغانو ته د رسېدنې په موخه عاجل اقدام وکړي او ملي امنیت شورا دفتر دې په دې برخه کې د ترلاسه شویو شکایتونو ارزونه او د هغو د حل لپاره اقدام وکړي.

جمهوررئیس د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتنې معین او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو څخه په ایران کې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر د سوځېدو پېښې ته د رسېدنې او تعقیب په خاطر مننه وکړه او د کډوالو پر کلیدي موضوعاتو د بحث لپاره یې راتلونکې اونۍ ایران ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړ.

په همدې ترتیب جمهوررئیس د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د وروستیو اقداماتو او د بایومیټریک پروسه کې د رامنځته شویو پرمختګونو مننه وکړه، وزارتونو او دولتي ادارو ته یې جدي دنده وسپارله چې په دې برخه کې له کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دغه راز، جمهوررئیس د کابینې له غړو او والیانو څخه وغوښتل چې د دولت په مدیریت جینوا کنفرانس جوړېدو ته لازم تیاری ونیسي او مالیې وزارت دې د حکومت رهبرۍ سره په اونۍ کې دوه ځلې غونډې جوړې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس؛ له امریکایي متخصصینو سره چې د کرونا ویروس او له هغه څخه د خپرېدونکې ناروغۍ په اړه څېړنه کوي، د خپلو خبرو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او عمده موضوعات یې د واکسین د تولید او وېش وخت نیولو، په عمومي ځایونو په ځانګړي ډول کورونو کې له ماسک څخه جبري استفاده، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کرونا ټېسټ د قېمت کموالی او د اکسیجن تولید ته اړتیا یاد کړل او عامې روغتیا وزارت ته یې دنده وسپارله چې د اکسیجن تولید پخپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او په دې برخه کې د بین المللي ټولنې د همکارۍ جلبولو لپاره هر اړخیزه طرحه برابره او د حکومت رهبرۍ ته وړاندې کړي.

د اجنډا مطابق، د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر په هیواد کې د کرونا وضعیت د څرنګوالي په اړه لنډ راپور چې په هغه کې د ټسټ شویو سمپلونو وروستی شمېر، مثبتې پېښې، د مړو او له ناروغۍ د ښو شویو کسانو شمېر غونډې ته وړاندې کړ او د اکسیجن ستونزې لمنځه وړلو ته په اشارې یې د وضعیت په کنټرول کې د امنیتي بنسټونو له همکارۍ او په دې برخه کې د تولیدي فابریکو د ظرفیت زیاتېدو او فعالیت او عامې روغتیا وزارت ته د دولتي بنسټونو له لوري د اکسیجن ډبو د ورکولو ډاډ ورکړ او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نوې پالیسۍ پنځه مورده هم غونډې ته وړاندې کړل.

د اقتصادي، سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بېرته پیلېدو څرنګوالي او په کور دننه د مسافرینو د بسونو د تګ راتګ په اړه غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل. په دوام، د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین د کویډ ۱۹ ویروس پر مهال او تر هغه وروسته په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوایي چلند د عملیاتو تنظیم لپاره دستور العمل او د کویډ۱۹ ویروس پر مهال او له هغه وروسته د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بېرته پیلېدو دستورالعمل غونډې ته وړاندې کړ او کابینې یاد دستورالعملونه په پرنسیب کې تصویب کړل.

ورپسې، د ترانسپورټ وزارت سرپرست د هیواد اقتصادي مسایلو ته په پام د ښاري او ولایتي مسافر وړونکو ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو طرحه او د کویډ ۱۹ ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د روغتیایي دستورالعملونو رعایت غونډې ته وړاندې کړ او کابینې هغه په پرنسیب کې تصویب کړ.

وروسته، د هیواد د والیانو په استازیتوب د خوست والي د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د خنډونو د لمنځه وړلو په موخه یې مشخص وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې د خوست والي د پلار د وفات په خاطر د تسلیت څرګندولو ترڅنګ، د یو شمېر وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نورو وړاندیزونو د حل لپاره یې اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې.

وروسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د هنګ په کښت، صنعت او صادراتو کې د پانګونې ملي طرحه او د طرحې د تطبیق په اړه د هنګ کنسرتیوم اړوندو بنسټونو ترمنځ تفاهم لیک غونډې ته وړاندې کړ او کابینې یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه.

ورپسې، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي معین له لوري د افغان تاجک حوزې بلاک د دوو ابتدایي قراردادونو د اکتشاف دورې د وخت تمدید غونډې ته وړاندې کړ چې تصویب شو.

د غونډې په پای کې، نوموړي د اکتشاف قرارداد لغوه کولو او د امو سیند حوزې درې بلاکونو د تولید وېش  او د کانونو او پټرولیم وزارت ته تر قرارداد د لاندې سیمو سپارل او نوې داوطلبۍ ته د یادو سیمو سپارل غونډې ته وړاندې کړل چې تصویب شول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته