ټولنه

په خوست کې سلګونه جريبه کرنيزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې

کابل/ د کب١٢مه/ باختر
په خوست کې د اوبولګولو د يو کانال په جوړېدو سره سلګونو جريبه کرنيزوځمکو ته اوبه برابرې شوې.
دغه کانال د خوست ښار په نوروزي کلي کې د يوميليونو ٧ سوه زرو افغانيو په لګښت
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې جوړ شوى دى.
د خوست د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باخترآژانس ته وويل؛ د دغه کانال په جوړېدو سره د بزګرانو ٤ سوه جريبه کرنيزوځمکو اوبه برابرې شوې.
بزګرانو د دغه کانال له جوړېدو څخه خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل د کافي اوبو په موجوديت سره د دوى د کروندو د حاصلاتو د زياتوالي سبب کېږي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته