کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
تښتول شوى سيمه ييز پوليس تيره شپه په لوګرولايت کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژغورل شو.
دغه سيمه ييز پوليس څلور ورځې مخکې دپل علم ښار دالوزايانو په سيمه کې له خپل دوست سره دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى و.
دلوګرولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم استحق زي باخترآژانس ته وويل : سيمه ييز تښتول شوى پوليس له تښتولو يوه ورځ وروسته دانسان تښتونکو له منګولو څخه آزاد شو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ