سیاستخبرونهامنیت

کورنیو چارو وزارت: په پلازمېنه کې یې د ډاډمن امنیت په موخه تدابیر ډېر کړي دي

کابل/غوايي۲۲مه / باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ډاډمن امنیت په موخه يې د پلازمېنې کابل په ټولو دروازو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ اړوند د دروازو د کنډک قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته ویلي چې سرتېري يې شپه او ورځ د ښه او ډاډمن امنیت په موخه د کابل په څلورو اصلي او ۱۳ فرعي دروازو کې ښار ته د راتلونکو کسانو اونقلیه وسایطو پلټنه کوي.

سرچينه همدارنګه کابل ته دراتلونکو کسانو سره د خپلو سرتېرو په ښه چلند ټینګار کوي او وايي چې هیڅوک به بې موجبه ونه ځورول شي.

په همدې حال کې کابل ته راغلو مسافرو هم د ښار په دروازو کې د سرتېرو له ښه چلند څخه خوښي څرګنده کړې او د دقیقې او دوامداره پلټنې د دوام غوښتنه يې کړې ده.

هیره دې نه وي چې د پوځي چارو کارپوهان هم د ښه امنیت لپاره د ښاري دروازو دقیقه پلټنه او چک پواینټونه مهم ګڼي او وايي چې حکومت باید دې چارې ته پاملرنه لا زیاته کړي.

په ورته وخت کې یاد وزارت ویلي چې په هرات کې يې درې تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور له ۵۰ کیلوګرامه چرسو سره لاس په لاس نیولي دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته