کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
فرانسه په کاپيسا ولايت کې داقتصادي او ټولنيزو پروګرامونو دتطبيق په خاطر
د پنځلس اعشاريه شپږديرشو ميلونو يورو مرسته کوي.
ددغې مرستې سند نن دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال په کابل کې دفرانسې له سفير سره لاسليک کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه مرستې دبريښنا رسولو ، کرنې ،دکليو دبياجوړولو او پراختيا او دعامې روغتيا په برخو کې لګول کيږي .
له کاپيسا سره دفرانسې مالي مرسته به دفرانسې او افغانستان ترمنځ د دوستۍ
او همکاريو د ژمنې په چوکات کې دسيمه ييز اقتصاد او ترقۍ د پياوړتيا او بنسټيزو خدمتونو ته دلاس رسي په لاره دافغاسنتان له خلکو سره دوا م وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ