نړۍ

په امريکا او کاناډاکې د يخ د توپان له امله د سر د زيان شمېر اووه ويشتو تنو ته ورسيد

 واشنګتن باختر د مرغومي شپږمه :
د امريکاپه شمال ختيځ او د کاناډا په جنوب ختيځ کې د يخ د توپان له امله  د استوګنې نيم مليونه کورونه بې بريښنا شوي دي او اووه ويشت تنه پکې وژل شوي دي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: له دې امله په امريکاکې د سر د زيان شمېر اوولسو تنوته او په کاناډاکې لسو تنو ته رسيدلى دى چې ځينې يې دترافيکي  پيښو او د يخ د توپان له امله د کاربن مونو اکسايدګاز د خپريدو په نتيجه کې د مسموميت زيږنده دي.
ديخ توپان دکرسمس په اوونۍ کې د بريد توپان و او د چاروکارکوونکي د کاناډا او امريکا په ځينو سيموکې د بريښنا د سيستمونو په بيا ترميمولو بوخت دي .
د تورنتو په ګډون د کاناډاپه څو ښارونوکې د بريښنا ټول يوسلو ديرش زره تنه مشتريان بريښنا نه لري.
  د امريکا  په مشيګان او مين  ايالتونوکې پنځه سوه شپيته زره تنه بې بريښنا دي.
په کاناډاکې مامورينوخبر دارى ورکړى دى چې دغه بې برقۍ به سبا تر شنبې پورې دوام ولري .
له بلې خوا په بريټانيا کې نږدې پنځوسو کورنيو دکرسمس ورځ له بريښنا پرته تيره کړه او په سلګونو تنه د سيلاوونو د راوتلو له ويرې له خپلو سيمو څخه ايستل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته