امنیت

دانګام آرامي ترلاسه کوي د پلټنې عمليات پيل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې آرامي راغله او په دغې ولسوالۍ کې د تروريستانو د مقاومت کومه نښه نښانه نه ليدل کيږي.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مرستيال دولت وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د تروريستانو او طالبانو مقاومت مات شوى دى او په دانګام کې د طالبانو د مقاومت نښه نښانه نه ليدل کيږي.
وزيري زياته کړه: په دغې ولسوالۍ کې تراوسه پورې چاڼيزعمليات پاى ته نه دي رسيدلي خو د پلټنې او چاڼولو عمليات پيل شوي دي او زموږ ځواکونه د خپلو سنګرونو په ټينګولو بوخت دي.
ده وويل: په جګړه کې بند پاتې شوي خلک ژغورل شوي دي او امنيتي ځواکونه د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ په لارښوونه په دانګام کې دامنيتي فعاليتونو او د پلټنې په پروګرامونو بوخت دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کيږي چې پرون امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو او د دوى له بهرنيو پلويانو سره په جګړه بوخت وو چې په دانګام يې ډله ييز بريدکړى و. پرون ديارلس تنه نوروسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
ويل شوي دي چې په دانګام کې د طالبانو او د دوى د بهرنيو همکارانو د سر د زيان شمېرڅه د پاسه ٢٠٠ تنه بلل شوى دى او د ټپيانو شمېر د سر د زيان له شمېر څخه څو برابره زيات دى.
څه ناڅه پنځلس ورځې مخکې يو زرو سلو تنو وسله والوکسانو چې زياتره يې پاکستاني او د منځني آسيا او د چيچيني اتباع وو؛ د کونړ په دانګام بريد وکړ.
په پيل کې هغوى له وګړني مقاومت سره مخامخ شول او د سيمې خلکو د هغوى د پرمختګ مخه ونيوله. وروسته امنيتي ځواکونو د وګړنيو ځواکونو په مشارکت د بهرنيو يرغلګرو په مقابل کې چاڼيز عمليات پيل کړل چې اوس هغوى ماتې خوړلي افراد دي.
سياسي کارپوهان په دانګام د طالبانو او د څو مليشې تروريستانو ډله ييز بريد د راکټي او د توپونو د بريدونو پايله بولي چې له څو کلونو راپه دې خوا د ديورنډ د کرښې له اخوا څخه د کونړ په ځينو سيمو دوام لري.
دغه شان بريدونه و چې د طالبانو ډله ييز يرغلګر ته يې زمينه برابره کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته