کابل، د زمري لومړۍ، باختر
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۴۷ پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د حصارک ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام په آډانه کې ۴۷ پروژو چارې بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې چې په بشپړو شویو پروژو کې د کارېزونو او ویالو پاکول، سړکونو رغولو، پلې لارې او د ښوونځيو رغول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمنیه هم برابره شوې وه.