ټولنه

دهرات دپوهنې رييس دکار دنه کولو او ددغه روزنيز مرکز په سياسي کولو تورن شو .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دهرات دولايتي شورا رييس ددغه ولايت د پوهنې درييس دګوښه کيدو غوښتونکي شو .
  دولايتي شورا رييس کامران عليزايي  نن په يوه خبري غونډه کې درسنيو په شتون سره دهرات ولايت په پوهنې رييس  دعلم او پوهې له کور څخه  دناوړې استفادې او په سياسي کولو تور ولګاوه.
دهرات دولايتي شورا رييس وويل  پوهنه دښوونې  او روزنې  کور دى نه دسياست ځاى ،  له څه مودې راپديخوا دغه بنسټ  د سرپرست له خوا اداره کيږي .او دګلران ، چشت شريف   ، شينډنډ  ، کهسان اوکشک کهنه  په ولسواليو کې دښوونځيو په وړاندې زياتې ستونزې رامنځته شوې دي .
دهرات دپوهنې رييس  دولايتي شورا دتورونو په ردولو سره وايي ځينې کړۍ دپوهنې په رياست کې دنفوذ  په حال کې دي .
  دهرات دپوهنې رييس عبدالرزاق  احدي وايي چمتو دى چې دقانون په وړاندې ځواب ورکړي  .
دى وايي دغې ادارې دڅو تيرو کلونو په بهير کې  دپوهنې رياست په بيلابيلو برخو کې جدي اصلاحات رامنځته کړي دي او هڅه کوي چې په ښوونځيو کې دزده کړې کيفيت لوړه کړي .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته