نړۍ

دهندصدراعظم روسيې ته رسمي سفر وکړ

دليندي دمياشتې ٢٤ :

دهندصدراعظم منموهن سنگهه نن ددوه ورځني رسمي سفراودهند اوروسيې دمشرانو په دولسمه غونډه کې  دگډون لپاره مسکو ته روان شو.

دباختراطلاعاتي اژانس دايران دخبري ا ژانس له خولي خبرراکړ چې دهند صدراعظم په دې سفر کې  ددواړو هيوادونو  دمشرانو په دولسمه  غونډه کې دگډون په ترڅ کې دروسيې فدراسيون له مقاماتو سره به وگوري .

دهندصدراعظم دروسيې له  جمهوررييس ديمتري مدويدوف او  ددغه هيواد له صدراعظم ولاديمير پوتين سره دوه اړخيزي خبري وکړي .

په دې سفرکې دهندله صدراعظم سره  ددغه هيواد دملي امنيت سلاکار ، دبهرنيو چارو وزارت مرستيال اويوشمير نور جګپوړي مقامات ملګري دي.

دا له ٢٠٠٨ ميلادي  کال وروسته دهندي اوروسيې مقاماتو څلورمه کتنه ده

هند اوروسيې په   ٢٠٠٠  ميلادي کال کې  نوى ډيلې ته دروسيې دپخواني جمهوررييس پوتين دسفر په بهيرکې  ددواړو هيوادونو دمشرانو  دکلني غونډي د جوړولو پريکړه وکړه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته