امنیت

دهېواد په ختيځ کې ديوولسو تنو ډار اچوونکو نيول کيدل او ديولړ چاودنو مخنيوى

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
يوولس تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ونيول شول.
  په دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې  څخه تر نن سهار پورې دکونړ ، نورستان ، لغمان او دننګرهار  په ولايتونوکې دعملياتو اودمخامخوجګړو په بهير کې  ډزې وشوې او ونيول شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې دغه يوولس تنه نيول شوي ډار اچوونکي  دطالبانو او داعش په ډلو پورې اړه لري او دهېواد په ختيځ کې په ډار اچوونکوفعلايتونو بوخت و .
  له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دهېواد په ختيځ کې ديولړچاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار  دکونړ ، نورستان ، لغمان او دننګرهار دولايتونو په ګڼ ميشتو لارو کې لس ماينونه کشف او شنډ کړل.
ددغو ماينونو دښخونې په اړوندڅوک نه دي نيول شوي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته