فرهنګ

دغزني والي: په غزني ولايت کې د ٢٠١٣ کال جشن د راتلوونکې کال د تلې په مياشت کې جوړيږي

 

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٦ :

دغزني ولايت د سيمه ييزو چارواکو  او د يوشمېر څيړونکو او د پوهنتون د استادانو، رسنيو د استازو  اوفرهنګيانو او د جاغوريو ولسوالۍ د فرهنګي  ټولنې دمسوولينو په ګډون، دغزني پيژندنې يو ورځني علمي، څيړنيز سيمينار پرون دغزني ولايت په مقرکې جوړشو.

په دې غونډه کې دجمهوري ياست دمرستيال محمدکريم خليلي پيغام ديوتن مخور محمدناصري له  خوا ولوستل شو.

په پيغام کې د اسلامي تمدن دپايتخت په توګه دغزني دنومولو په باب له اسلامي هيوادونو څخه دقدردانى په ترڅ کې څرگنده شوه چې دولت په تېرو څوکلونوکې دموجودوستونزو اوچلنجونو او د ځينو نورو عواملو په دليل لکه څنګه چې بايد دغزني ولايت په بيا جوړولو بريالي شوى واى، ونه شو.

دغه راز دغزني والي موسى خان اکبرزاده  وويل چې غزني همدا اوس له څوارلسم ټولګي پورته د زده کړې خاوند يواځې پنځه زره تنه ښوونکي لري، په  داسې حال کې چې دغه ښار څو زره کاله  مخکې لس زره تنه پروفيسران لرل.

 دغزني والي دغه راز زياته کړه: دولت په وروستيوکلونوکې د ٢٠١٣ کال دمراسمو دپرځاى کولو لپاره دغزني چمتو کولو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې له  ٢٠٠٧ کال څخه د ٢٠١٠  ميلادي کال ترنيمايي پورې په دې برخه کې هيڅ کار نه دى شوى او د همدغو کلونو په بهيرکې کليدي وزارتونو آن يوه افغانۍ هم دغزني بيا جوړولو ته بيله نه کړه.

ده زياته کړه چې په دې ترڅ کې يواځې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لس تاريخي مرکزونه بيا جوړ اوترميم کړي دي.

په همدې حال کې دغزني والي زياته کړه چې په ٢٠١٠  ، ٢٠١١ او ٢٠١٢ ميلادي کلونو کې د جمهور رييس له خوا په کال کې لس مليونه ډالره دغزني بيا جوړلوو ته بيل کړى شوې دي، خو يو ډالر يې هم غزني ته نه دى رسيدلى .

ده زياته کړه چې د دې کار دليل ښايي د غزني دسيمه ييزې ادارې ناکامي وي.

اکبرزاده دغه راز وويل چې دوى دغزني دبياجوړولو پروژې په دريو مهمو برخو  ويشلې دي چې بنسټيز ، تاريخي آبدات او د اسلامي ثفاقت مرکزدى .

دغزني والي دخپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ چې دغزني ښار د بيا جوړولوکار په ګړنديتوب سره دوام لري او تر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې به د اتيا کيلومتره سړک  اود تاريخي آبداتو د بيا جوړولو او د بريښنا د تامينولو کار پاى ته  ونه رسيږي.

 ده زياته کړه چې دغزني ولايت د اسلامي ثقافت په اختصاصي مرکزونو کې داسې تاسيسات د جوړولو په  حال کې دي چې په هيواد کې به بې سارى وي.

موسى خان اکبرزاده زياته کړه چې د ٢٠١٣ کال  جشن د راتلوونکى هجري لمريز کال د تلې په مياشت کې په دغه ښارکې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته