ټولنه

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير دکابل دمموزو دراستنو شويو کسانو دښارګوټي ستونزې وڅيړلې .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهر انوري دکابل ښار دمموزو دراستنو شويو کسانو په ښارګوټي کې دميشتو کسانو دستونزو دڅيړنې  په خاطر دغه ښار ګوټي وکوت . 
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  ددغې کتنې په بهير کې په داسې حال کې چې دمهاجرينو دراستنولودچارو وزارت ځينو مقاماتو او کارکوونکو ، په ملي شورا کې دخلکو ځينو استازو او دبکرامي ولسوالۍ سيمه ئيزو مقاماتو هم برخه لرله، دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ددغه ښارګوټي داوسيدونکو دکورونو د حالت دڅيړنې په ترڅ کې  له اړوندو بنسټونو سره په ګډې همکارۍ کې راستنو شويو کسانو ته دښه ژوندانه ددوام لپاره دلازمو اسانتياو دبرابرولو په لاره کې په اغيزمنو اقداماتو باندې ټينګار وکړ .
انوري ددغې سيمې دخلکو له استازو سره په کتنه کې وويل دپخوا ترسيم شوي نقشې له مخې دمموزو  ښارګوټي  دراستنو شويوکسانو ډير مخکش ښارګوټى دى چې  دژوندانه ټولې  اسانتياوې په تيره بيا دښوونځى وړکتون ، روغتايي کلينيک کتابتون ، تفريحي پارکونه او دښه ژوندانه نورې اړتياوې پکې په پام کې نيول شوي دي .
  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ددغې سيمې داوسيدونکو طرحه شوي وړانديزونه راټول کړل او دلازمو اقداماتو  دترسره کولو دژمنې په ترڅ کې  يې له راستنو شويوکسانو څخه چې په دغه ښارګوټي کې ځمکه پرې ويشل شوې ده وغوښتل چې د ژوندانه ددوام دلازيات سمون په خاطر دې په دغه ښاګوتي کې ميشت شي .
  سره له دې  چې مخکې  له دې ځينوکسانو ادعا کوله چې ددوى پنځه اويا جريبه شخصي ځمکه  دمموزو له ښارګوټي  سره يوځاى  شوې ده خو دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت مدارک ښيي  چې دغه وزارت ته دټولې  سپارل شوې  ځمکې  په مستحقو کسانو دويشلو په خاطر بشپړ کړي دي سره له دې هم  دمخاجرينو دراستنولو دچارو وزير  دهغوي مدارک او سندونه وڅيړل  او ددغې سيمې دخلکو داستازو ، مهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت دمقاماتو او داستازو دمجلس دکوچيانو  د کميسيون له خوا دهغو د بيا څيړنې غوښتنه وکړه .
سره له دې  هم دمموزو دښارګوټي ټولو  اوسيدونکو په دې سيمه کې امنيتي حالت په بشپړه توګه  دقناعت وړ وباله او ټينګار يې وکړ چې تراوسه پورې په دې سيمه کې هيڅ راز  امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې او په دغه ښارګوټي کې يې دزيات شمير راستنو شويوکسانو دميشت کيدو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته