امنیت

يو ايرا ني تبعه په شل کاله بند محکوم شو

کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه

يو ايراني تبعه اود هغه افغان  جرمي شريک د نشه يي تو کو د قا چاق په جرم دمسکرا تو او نشه يي تو کو د جرمو نو د ابتدا ئيه محکمې له خوا په شل شل کاله تنفيذى بند  په سزا محکوم شول.

 په هغې خبر پاڼه کې چې دمسکرا تو او نشه يي تو کو د جرمو نو پرخلاف د عد لى او قضا يي مرکز دمطبوعاتى دفتر له خوا باختراژانس ته رسيد لى دى ويل شوي دي پوليسو يو نهه ويشت کلن ايراني تبعه او يو شل کلن افغانى تبعه هغه وخت د نيمروز په ولايت کې ونيول چې هغوى پنځه پنځوس کيلو ګرا مه هيرو ئين د  موټرو په تاير کې ځاى پرځاى او له افغا نستان څخه يې ايران ته ليږدول چې

دمسکراتو او نشه يي توکودجرمو نو سره دمبارزي ابتدا ئيه محکمې د هغوى په اړوند علنى قضا يي غونډه جوړه کړه او هغوى يې د مو جه دليلونو او ترلاسه شويو سندو نو له مخې په شل شل کاله تنفيذى بند محکوم کړل .

 د تورنو کسا نو د استيناف غو ښتنې حق خو ندي دى.

 ديادونې وړ دى چې پخوا هم دوه ايرا ني ښځې او يو نارينه هم د نشه يي توکو دقا چاقو په تور د مسکرا تو او نشه يي تو کو د جرمو نو د استيناف  محکمې له خوا دشلو کلو نو د بند په سزا محکوم شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته