امنیت

لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
په فراه ولايت کې د ملي پوليسو د ځواکونو په متقابل بريدکې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر  آژانس خبريال ته وويل :
دغه پيښه پرون مازيګر هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې ډار اچوونکو طالبانو د فراه ولايت په مرکز پورې اړوند په کاريز کلي کې د پوليسو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
په دې نښته کې اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول او يو موټر، يو موټر سايکل او يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته