خبرونهروغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې ۱۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي

٢٨- کابل / دلیندی ۲۲ / باختر
د عامې روغتیا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ویروس د ۱۲۶ نوې پېښې د ثبتولوخبرورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ٢٤ساعتو کې ۱۱ تنه په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي ډي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د کرونا ویروس د ۱۲۶ نوې پېښې په ثبتولوسره په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانوشمېر۴۸ زرو ۹۵۲ تنوته رسېدلی دی.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ۱۱ تنوپه مړه کېدو سره په کرونا ویروس د اخته کسانو د قربانیانو شمېر یوزرو ۹۶۰ تنو ته رسېدلی دی او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زرو ۳۲۸ تنوته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزیر ډاکتراحمد جواد عثماني نن په یوه ناسته کې وویل، د مرکزاو د ولایتونو د کړو وړو د څېړنې ترڅنګ دوی ته لارښونه وکړه چې په خپلو کاري برخو او د کرونا ویروس د دویمې څپې د مخنیوي په خاطر زیاتې هلې ځلې وکړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته