اقتصاد

دماليې وزارت : حکومت ددولت دکارکوونکودمعاشونو دلوړوالي دطرحې دعملي کولو ځواکمني نه لري .

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر :
دافغانستان حکومت ددې ځواکمني نه لري  چې په ټولو وزارتونو کې ددولت دکارکوونکو  دمعاشونودلوړوالي طرحه پلې کړي .
د ماليې وزارت اداري معين  زاهد همدرد چې په دې اړوند يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې ، وويل ددولت دکارکوونکو دحقوقو دزياتوالي طرحه  لومړى  ديو کال لپاره  په ازمايښتي ډول دماليې په وزارت کې عملي شوه چې دغه طرحه  راتلونکي کال ته هم تمديد شوې ده .چې ددغې طرحې په عملي کېدو سره دماليې وزارت ٧٠سلنه  قراردادي کارکوونکي  ددې وزارت  په بېلابېلو برخو کې ګومارلي دي .
همدرد زياته کړه  چې په نورو وزارتونوکې  ددغې طرحې تطبيق لاتراوسه پورې  معلوم نه دى .
په همدې حال کې دماليې وزارت دپاليسي معينې ناهيد سرابي دحکومت داطلاعاتواورسنيوپه مرکز کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې  وويل:  دماليې وزارت دپاليسي جوړولو او دمعاشونو دپاليسي دتطبيق په برخه کې  دخپلو کارکوونکو شمېر هم کم کړ .او موږ له هغوټولو وزارتونو څخه چې غواړي دغه پاليسي تطبيق کړي په مشخص پروګرام سره دې راشي او له هماغوبشري سرچينو څخه چې په واک کې يې لري څه ډول کولاى شي دغه طرحه تطبيق کړي ؟
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته