امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين په لوګر کې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
دوه تنه وسله وال مخالفين تيره شپه دلوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې ووژل شول .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمحمد اغې ولسوالۍ په ده منکه سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
صالح زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته