کابل باختر د لړم دريمه :
په هلمندکې څلور تنه وسله وال طالبان د افغان پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن له غرمې مخکې کله يې چې غوښتل د اردو د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي؛ د دوى له خوا ډزې وشوې .
د هلمند ولايت د پوليسو يوه مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغان پوځيانو په دغو ډزوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده تاييد کړه چې په دغو طالبانو کله يې چې غوښتل د لښکرګاه ښار په واټ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي؛ ډزې وشوې .