امنیت

د بټي کوټ په ولسوالۍ د طالبانو ناکامه بريد

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٥ :
څلوروتنو وسله وال طالبانو تېره شپه کله يې چې د ننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ  په ودانۍ بريد وکړ؛ ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان سمونيارهدايت باختراژانس ته وويل: يوې ډلې وسله والوطالبانو پرون ماښام د بټي کوټ ولسوالۍ په ودانۍ او د دغې ولسوالۍ په يوشمېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې څلور تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دې بريدکې دبټي کوټ دليسې  يوملازم  او د دغې ولسوالۍ دوه تنه نور اوسيدونکي د طالبانوله خوا ووژل شول او د لرګيو يوه زيرمه هم وسوځيده چې وروسته دپوليسو له خوا اور ووژل شو.
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په ودانۍ بريد د جلال اباد په هوايي ډګر له ډله ييز بريد،ټيک درې ورځې وروسته ترسره کيږي چې د نهو تنو ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون، ديارلس تنه ووژل شول.
دغه پيښې په داسې حال کې رامنځته کيږي چې د ملي اردو او ايساف قوماندانان وايي  چې د سيمې استخباراتي سازمانونه هلې ځلې کوي چې د هيواد په ختيځو ولايتونوکې حالات زيات بې ثباته کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته