نړۍ

د ترکيې پخوانى جمهور رييس مړ شو

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
له ١٩٩٣ م کال څخه تر ٢٠٠٠م کال پورې د ترکيې جمهور رييس سليمان دميرل چې اووه ځلې د دغه هيواد صدراعظم هم و، د٩٠ کلنى په عمر مړ شو.
د فارس د خبري آژانس دخبرله مخې:
سليمان دميرل چې اووه ځلې د ترکيې صدراعظم او له ١٩٩٣ م کال څخه تر ٢٠٠٠ کال پورې د دغه هيواد جمهور رييس و؛ په روغتون کې د جراحۍ د عملياتو په وخت کې مړ شو.
دى اووه ځلې د خپلې صدراعظمۍ په وخت کې دوه ځلې د ترکيې د اردو په کودتا سره د قدرت له ګډى څخه لرې کړى شوى و.
سليمان دميرل د ترکيې د دموکرات ګوند غړى و او د مهندسۍ په څانګه کې يې زده کړې کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته