اقتصاد

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معينه: د اقتصاد وده او د هغه ملاتړ د ملي وحدت د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢١نيټه :
د سودا ګرۍ او صنايعو وزارت معين کامله صديقي وايي: د خصوصي برخې د پياوړتيا او له هغو څخه د ملاتړ له لارې د هېواد اقتصادي وده د ملي وحدت د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي چې د کورني توليداتو د کچې د لوړولو په مقصد د توليدونکو ملاتړ، د صادراتو پراختيا، د آسانتياوو برابرول او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو موافقه ليکونه پکې شامل دي  .
دې چې د ٢٠١٨-٢٠٢٣ ميلادي کلونو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ د ملي پاليسۍ د بډاينې په خاطر له خصوصي برخې سره د سلامشورو په غونډه کې خبري کولې، وويل: د افغانستان حکومت د سيمه ييزې همکارۍ د ودې او پياوړتيا لپاره د افغانستان د حکومت په اقتصادي اړخ کې هلې ځلي کوي او په دې لاره کې يې هلې ځلې زياتې کړې دي.
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت رئيس عتيق الله نصرت وويل: په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره د ډاډمنې فضا د تامينولو په لاره کې قوانين، پاليسۍ او مقررات مهم رول لري .
ده زياته کړه: د سوداګرۍ ملي پاليسي ديرې مهمې او ارزښتناکې ګټې لري چې د اروپا د اتحاديې له خوا تمويليږي او د سوداګرۍ د ملي پاليسې په شتون کې موږ اقتصادي ودې ته رسيږو چې د بيلانسونو د کسر په کمښت، د باکيفيته توليداتو په زياتوالي او د وارداتو  د تعويضي پروګرام په څيړنه کې مهم او ارزښتناک رول لري.
ده زياته کړه: نننى افغانستان د تېرو لسو کلونو له افغانستان سره بشپړ توپير لري، موږ    د نړيوالي سوداګرۍ فعال غړي يوو او موږ د سوداګرۍ بديلې لارې ولټولې.                      پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته