اقتصاد

خان جان الکوزى: د سپين بولدک بيا پرانستل کيدل په هېوادکې د خوراکې توکو د بيو په کمښت باندې اغيزه نه ده کړې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خان جان الکوزى وايي چې د سپين بولدک بندر تل د پاکستان له لوري تړل کيږي چې دا کار د دواړو هېوادونو د سوداګرو په اقتصاد او بازارونو  په ميليونونو ډالرو تاوان اوړي.
دغه بندر چې د شنبې په ورځ دپاکستان له خوا بيا پرانستل شو، له ٢٣ ورځو را په دې خوا د پاکستان له خوا د امنيتي ستونزو په دليل تړل شوى و.
خبرځاى وويل: څرنګه چې د ميوو او سبو فصل دى او دغه محصولات له افغانستان څخه د سپين بولدک له لارې صادريږي او د دغه بندر تړل کيدو د هېواد په لويديځو ولايتونوکې زياتې ستوتزې پيدا کړې او دغه راز د دغه بندر په تړل کيدو سره د دواړو هېوادونو بازارونو ته زيات تاوان واوښت.
خبرځاى زياته کړه: خو اوس چې دغه بندر بيا پرانستل شوى دى، په افغانستان کې د خوراکي توکو او لګښتي مالونو په بيوکې کوم بدلون نه دى راغلى اوله بده مرغه په افغانستان کې په تېره بيا دروژې په مبارکه مياشت کې خوراکي توکو ته اړتيا او غوښتنه زياتيږي او څرنګه چې پلورونکي هټيوال بيې زياتوي او زياتره هغه توليدات چې په لوړو بيو پلورل کيږي، هېوادني توليدات دي.
د سوداګرۍ اوصنايعو وزارت وياند مسافرقوقندي په دې باب وويل: د سپين بولدک بندر د پاکستان له خوا تل په بېلابېلو پلمو تړل کيږي او تړل کيدل يې  د نړيوالو موازينو پرخلاف دي. خو موږ هڅه وکړه چې بديلې لارې پيدا کړو چې بديلې لارې د چابهار بندر او د تاجکستان لاره او نورې لارې دي چې په کلي توګه د پاکستان د بندرونو تړل کيدل زموږ په اقتصاد باندې کمې اغيزې کوي.
ده زياته کړه چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د قانوني بهير د پيدا کولو په لټه کې دى او يوه کميټه جوړيږي چې بازارونه وڅاري چې څوک په ګران پلورنې لاس پورې نه کړي او هر هټيوال يا پرچون پلورونکى چې په ګران پلورنې لاس پورې کړي، بايد له قانون سره سم ورسره چلند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته