بازارک / د ثور٣٠ مه / باختر
په پنجشيرکې نن دکرونا ويروس ٩ مثبتې پېښې ثبتې شوې. دپنجشيردعامې روغتيا رييس ډاکټر شيردل دانش دباخترآژانس سيمه ييز خبريال فياض رحيمي ته وويل: دغه پېښې په رخه ،عنابه او بازارک ولسواليو کې ثبتې شوې دي. هغه زياته کړه په پنجشير کې د ٩ نويو موردو په ثبت سره په دغه ولايت کې په کرونا ويروس داخته کسانو شمېر ٩٧ کسانو ته ورسېد چې ٢٧ يې ښځې دي . هغه وويل له يادې شمېرنې څخه تر اوسه پورې ٢٢ کسان روغ شوي او پنځه نور مړه شوي دي. پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ