امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين په بادغيس کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باخترد زمري  پنځمه :
يوه دولس کسيزه ډله  وسله وال طالبان په بادغيس ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دبادغيس ولايت دملي امنيت  رييس ډګروال حبيب الله  حبيب باختراژانس ته وويل دغه دولس کسيزه  ډله دملا خدابخش په مشرۍ پخوا دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په دولتي ضد فعاليتونو بوخته وه چې ددولت دسوله ئيز سياست  په رښتينولى په پوهيدو او دملي امنيت دځواکونو په هلوځلو سره له دولسو ميلو وسلو سره دسولې له بهير سره يوځاى شوه
ددغو کسانو قوماندان ملاخدابخش له دولت څخه دوى ته دکار دزمينې دبرابرولو غوښتنه وکړه او په خپلو تيرو کارونو د پښيماني په ترڅ کې يې وويل چې دامنيت په تامينولو کې به له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته