اقتصاد

دکابل ښاروالۍ سرپرست : په روان کال کې د کابل ښارد٣٧٥ کيلومترو واټونود جوړولوقرارداد لاسليک شوى دى اوددغو پروژو په سلو کې پنځوس کار پرمخ تللى دى.

 کابل باختر دتلې دمياشتې ٦ مه :
په روان کال کې دکابل ښار  د٣٧٥ کيلومترو واټونو  د جوړولو قرارداد لاسليک شوى دى  او ددغو پروژو په سلو کې پنځوس کار پرمخ تللى دى.
دکابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي  نن په يوه خبري غونډه کې په تيرو ١٤ مياشتو کې ددغې ادارې دکړنو رپوټ  وړاندې کړ او ويې ويل ؛ کابل ښاروالۍ په دې اداره کې داصلاحاتو په لاره کې  دښاروالۍ کابو دوه سوه تنه کارکوونکي د فساد په تور تر عدلي او قضايي څارنې لاندې نيولي دي  .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دکابل ښاروالۍ سرپرست په دې غونډه کې ټينګار وکړ دکار اهل ته دکار سپارل ، دښاروالۍ په کاري چارو کې له تکنالوجۍ څخه  استفاده  ، رياستونو ته دزياتو صلاحيتونو سپارل  او په کابل ښاروالۍ کې داصلاحاتو په برخه کې دکميټو له خوا د تدارکاتو ترسره کول  ګټور دي.
دکابل ښاروالۍ سرپرست د ښاري بنسټونوپه جوړولو په ټينګارسره وويل چې په تير کال کې د کابل ښار  ١٨٤ کيلومتره سړکونه بيارغاول شوي  اوپه روان کال کې  هم  د ٣٧٥ کيلومترو سړکونو دبيارغاونې  قراردادونه لاسليک شوي دي  چې  ددغو پروژو په سلو کې پنځوس کاري  چاري پرمخ تللي دي.
دحبيبي دڅرګندونوله مخې؛ دښارپه کچه په تيرو وختونو کې دښاروالۍ دکارګرانواو وسايطو په واسطه  دکثافاتو دراټولولو او تنظيف ظرفيت په سلو کې  اووه ويشت و او اوس په سلو کې  اووه څلويښتو ته لوړ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته