نړۍ

دهند دعدليې وزير ددغه هېواد دمسلمانانو پرخلاف تروريستي تورونه له انديښنې ډک وبلل

 نوى ډيلى ايرنا  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
دهندوستان دعدليې وزير  سادان داناګودا نن وويل : زياتره هغه دوسيې چې دمسلمانانو پرخلاف دتروريستي عملونو په واسطه ددغه هېواد په محکمو کې رامنځته   کيږي  دبشپړو شواهدو دنه لرلو په دليل پاى ته رسيږي .
دهند دعدليې وزير وويل :  په مسلمانانو دفشار داچولو دمخنيوي لپاره بايد لازم قضايي اصلاحات او تدبيرونه رامنځته شي .
دهند دعدليې  وزير  دغه څرګندونې  دمسلمانو ځوانانو بې دليله نيونې و  څو ورځې مخکې دهند دکورنيو چارو  دوزير راجنات سينګهه دخبرو يعنې په نيونه کې دنوي کتنې په برخه کې شوي دي.
دهند دکورنيو چارو وزير  تيره اوونۍ  ويلي و  چې حکومت  دتروريستي فعاليتونو په برخه کې  دتحقيقاتو لپاره له سازمانونو سره  دهمغږي فعاليتونه په کار اچولي دي .
ده  له پوليسو څخه غوښتي  و  چې دنيو لارو چارو په کارولو سره دبيګناه خلکو دنيونې مخه ونيسي .
دهند دمسلمانانو دټولني يوه مشر ويلي دي  تراوسه پورې زيات شمير مسلمان ځوانان  په بې بنسټو تورونو نيول شوي  او له څه مودې وروسته له  جيل څخه آزاد شوي دي.
دغه تورونه ددې سبب شول چې زياتره خلک  خپل کار له لاسه ورکړي او په بنسټپالو ډلو کې له غړيتوب پرته بله لاره ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته