ټولنه

١١٠٠ تنو ښوونکو په لوګر کې سيالۍ وکړې .

کابل باختر  دوري نهمه :
په لوګر ولايت کې دښوونځيو يو زرو سل تنو ښوونکو دازموينې دترلاسه کولو لپاره سيالۍ  وکړې .
دغه ازموينې پرون د ٤٨٥ بست په خاطر تيره شوه  .
دلوګر ولايت دپوهنې وياند شاهپور عرب دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه ازموينه په مرکز او ولسواليو کې له نارينه او ښځينه و ښوونکو څخه چې تر څوارلسم ټولګي پورې يې په تحصيلي موسسو اويا له هغې څخه لوړې زده کړې کړې دي دجذبولو لپاره ښوونځيو کې نيول کيږي
په لوګر ولايت کې ٢٦٧ ښوونځي فعالې دي چې زياتره دغه ښوونځي دمسلکي اومجربو  ښوونکو له کمبود سره مخامخ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته