نړۍ

د پاکستان د پنجاب ايالت پوليسو په سلګونو تنه افغان مهاجرين ونيول

لاهور دي نيوز انترننشل   باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د پاکستان د پنجاب ايالت پوليسو ددغه ايالت په بېلابېلو ښارونوکې ٩٣٥ تنه  افغان  مهاجرين نيولي دي.
باختر آژانس د پاکستان د دي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
پوځي عمليات په پاکستان کې د تروريزم د له منځه وړلو لپاره دملي اقدام دطرحې په نامه پيل شوي دي چې په بهيرکې يې داستوګنې له سندونو پرته  ٩٣٥ تنه افغان مهاجرين نيول شوي دي چې ٧٥٥ تنه مشکوک کسان جيل ته استول شوي او١٨٠ تنه په ضمانت سره آزاد شوي دي.
په پيښور ښارکې  د پوځيانو تر ادارې لاندې په يوه ښوونځي او د ښوونځي د ١٣٠ تنو زده کوونکو په ګډون د ١٥٠ تنو له وژل کيدو وروسته د پاکستان د فدرال  حکومت ادارې وپتيله چې له تروريزم سره د مبارزې د ملي اقدام يو پلان جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته