امنیت

د کورنيو چارو وزارت د تاله او برفک په ولسوالۍ کې پرونۍ پيښه چې دوه تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول؛ څيړي

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دکورنيو چارو وزارت دبغلان په ولايت کې پرونۍ پيښه چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول؛ څيړي.
دکورنيو چارو زارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د بغلان ولايت د ملي پوليسو د اطلاعاتوله مخې: پرون د تاله او برفک ولسوالۍ  د امنيې قوماندانۍ څلور تنه پوليسان د محکمې له حکم سره سم د څو تنو د جلبولو لپاره  د دغې ولسوالۍ د دره اشرف کلې ته استول شوي وو چې جلب شوي کسان محکمې ته حاضرکړي  .
پوليس ددغو کسانو د جلبولو لپاره دغې ساحې ته استول شوي وو چې د سيمې خلکو له پوليسو سره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې د سيمې دوه اوسيدونکي ووژل شول .
دکورنيو چارو زارت د دغې پيښې د څيړنې په مقصد يو هيئت موظف او دغه ولايت ته يې استولى دى .
په همدې حال کې د بغلان ولايت دوه تنه پوليسان چې دغې سيمې ته استول شوي  وو؛ نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته