اقتصاد

د هډې فارم دخرما حاصلات بازار ته وړاندې کيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١ :
افغانستان په نږدې راتلوونکي کې نور د ايران ، عراق او دنورو هېوادونو دخرما وارداتو ته  اړتيا نلري .
اووه کاله مخکې د خرما څه ناڅه  څلور زره نيالګي چې  په ننګرهار ولايت  کې  ايښودل شوي وو  حاصل ورکړى دى  اوپه دې ترتيب دننګرهار ولايت خرما بازار ته  وړاندې کيږي.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت دوياند دڅرګندونوله مخې ؛  دننګرهار ولايت  دخرما حاصلات څه ناڅه لسو ټنو ته رسيږي  چې په نږدې راتلوونکې  کې به  بازار ته وړاندې شي .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت وياند باخترآژانس ته وويل ؛   اووه کاله مخکې عربي متحده اماراتو د ننګرهار ولايت   دهډې له فارم  سره د خرما دڅلورو  زرو نيالګيو مرسته  کړې وه  چې دڅلويښت جريبه ځمکې په ساحه کې ايښودل شوې وو چې نن موږ  ددغو نيالګيو  دحاصلاتو شاهدان يو  اوپه دې ډول   موږ نور  له نورو هېوادونو څخه دخرما وارداتو ته اړتيا نلرو او  په نږدې راتلوونکي کې به موږ دهېواد په نورو سيمو کې  دخرما دنورو بڼونو دحاصلاتو شاهدان و اوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته