ټولنه

جمهوررئیس د کوچیانو او داخلي بې ځایه شویو عالي شورا کې: په تېرو سلو کالو کې د کوچیانو ژوند ته اساسي پام نه دی شوی

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۱٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د پنجشنبې په مازدیګر د کوچیانو او داخلي بې ځایه شویو عالي شورا لومړنۍ غونډه په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس دلاور فیضان کوچیانو ته د جمهور رئیس له هراړخیزې پاملرنې څخه په مننې د کاري راپور ترڅنګ د کوچیانو د مېشتېدنې، د تذکرو د وېش، څړځایونو، روغتیا، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو، معارف، د حج سهمیې او نورې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
ښاغلي فیضان د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د ګرځنده ټیمونو، داخلي بې ځایه شویو سره د بیړنیومرستو او د تذکرو د وېش مرکزونو ته د دوی د لاسرسي، د کوچیانو د ستونزو د حل او ښه انسجام په خاطر  په سکتوري وزارتونو  کې د یوې واحدې ادارې د جوړېدو، په داخل او بهر کې د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو،  کوچیانو ته د نمونه یي جوماتونو، ځایي کلینیکونو او په هر ولایت کې د یوې لیلیه لېسې د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل. 
د هېواد جمهور رئیس د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته وویل: په تېرو سلو کلونو کې د کوچیانوژوندته اساسي پام نه دی شوی او باید په دې برخه کې اساسي کار وشي.
جمهوررئیس وویل، په هر سکتوري وزارت کې دې د کوچیانو د ستونزو د حل په خاطر یو امریت جوړ شي، هغه زیاته کړه له دې وروسته باید د کوچیانو لوی ریاست پالیسي جوړونکي ریاست وي.
د هېواد جمهوررئیس عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کوچیانو لپاره د ګرځنده کلینیکونوپه برخه کې جدي اقدامات وکړي. همدارنګه یې د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام له لارې د کوچیانو د ژوند ښه والي ته پام وکړي.
جمهور رئیس پوهنې وزارت ته هدایت وکړ چې د کوچیانو د تعلیمي ستونزو حل ته دې عاجله توجه وشي. د مخابراتو او کلیو پراختیا وزارتونو او د سیمه‎ ییزه ارګانونوخپلواکې ادارې په همغږۍ دې داسې سیستم جوړ کړي چې ګرځنده ښوونځيو ته د کوچي زده کوونکو لاسرسی باوري کړي.
محمد اشرف غني د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کوچیانو د تذکرو د ستونزې د حل ترڅنګ دې د داخلي بې ځایه شویو د هویت د تثبیت  او هغوی ته د تذکرو د وېش په موخه د مالیې وزارت په همکارۍ واضح میکانېزم جوړ کړي.
د هېواد جمهوررئیس د کوچیانو د چارو د سمون لوی ریاست موظف کړ چې د کوچیانو د مېشتېدنې اواړوندو ستونزو د حل په موخه جامع او واضح طرحه جوړه او له جمهوري ریاست سره شریکه کړي.
جمهوررئیس  د کوچیانو لپاره دنمونه یي جوماتونو جوړولو او ژورو څاګانو د کېندنې لپاره اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز یې د حج او اوقافو وزارت ته هدایت وکړ چې د کوچیانو دحج د سهمیې په خاطر واضح طرحه جوړه او د کابینې راتلونکې غونډه کې شریکه کړي.
جمهوررئیس غني کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د داخلي بې ځایه شویو د ستونزې د حل په خاطر دې هراړخیزه بېړني اقدامات وکړي. همدارنګه یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست، د کډوالو چارو وزارت او د سیمه‎ ییزو ارګانونو خپلواکې  ادارې ته په ګډه د یادې ستونزې د دایمي حل په موخه د اساسي طرحې جوړولو لارښوونه وکړه.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته