کايل/ د زمري ۴مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په هیواد کې د غوڅ ملاتړ له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره پر سولې او امنیت خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر معلوماتو له مخې ؛ په دې لیدنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي او د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو ترمنځ د همکاریو او همغږيو او د افغان ځواکونو پر دوامداره ملاتړ هم بحث وشو.
د ملي امنیت سلاکار او د غوڅ ملاتړ ماموریت د قومندان په نننۍ لیدنه کې د جګړې پر مهال د ملکیانو د بهترې ساتنې لپاره پر نویو او اضافي اقداماتو هم خبرې وشوې.