امنیت

يو پوليس په لوګر کې شهيد کړى شو .

کابل باختر دثور  ٢٣
  يو پوليس  نن سهار دلوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې شهيد کړى شو .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور  احمدزي باختراژانس ته وويل چې يوشمير  سرتيرو دپل علم  ښار دپښتون اباد په سيمه کې  دراي ورکولو دنوم ليکنې ديومرکز په لاره او شاوخوا کې  ګزمه کوله  چې دوسله والو طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې .
په دې پيښه کې  يو پوليس شهيد  شو .
ده زياته کړه چې وسله وال طالبان له بريد وروسته له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته