سیاست

دبهرنيو چارو وزير داسلامي هيوادونو دهمکارۍ دسازمان له منشي سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې نهمه :
داسلامي هيوادونو دهمکاريو دسازمان  عمومي منشي  اياد امين  مدني  پرون   دافغانستان دبهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره وکتل  او خبرې يې ورسره وکړې .
په دې کتنه کې  ښاغلي  اياد امين  دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير په توګه  دښاغلي رباني  دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله  او داسلامي هيوادونو دهمکاريو له سازمان سره يې  دافغانستان  داړيکو  دلازياتې پراختيا  په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني هم  په افغانستان کې دسولې دټينګښت  په لاره کې  داسلامي هيوادونو دهمکاريو دسازمان درول  دپياوړتيا  په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
دهيواد دبهرنيو چارووزير زياته کړه لکه څنګه چې  مي ملي شورا ته  په خپل وړاندې شوي  پروګرام کې داسلامي هيوادونو دهمکاريو په سازمان کې  دافغانستان ددريځ دپياوړتيا په اړتيا او دغه راز  له اسلامي نړۍ سره  دافغانستان داړيکو  دلازياتې پراختيا  په اړتيا باندې ټينګار وکړ  ، په دې لاره کې به په عملي توګه ګام واخلم .
ديوبل خبر له مخې ،  دايران داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزير  محمدجواد ظريف نن  دافغانستان  دبهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره  په تيلفوني اړيکه کې  دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير په توګه  دده دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله .
  په دې  تيلفوني اړيکه کې  دايران داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزير  ددواړو هيوادونو ترمنځ  ګډو تاريخي او فرهنګي  پيوندونو ته  په اشارې  سره ،  هيله څرګنده کړې ده  چې دافغانستان دبهرنيو چارو په وزارت کې  دښاغلي رباني  دمسووليت په وخت کې  دکابل او تهران ترمنځ  ورور ګلويزې  نږدې اړيکې  اومناسبات له پخوا زيات  پياوړې شي .
  داپه داسې حال کې ده چې تيره شپه  دايران داسلامي جمهوريت  سفير رضا بهرامي  دافغانستان دبهرنيو چارو  دنوي وزير  استوګنځي ته  په ورتګ سره  دايران داسلامي جمهوريت په استازيتوب  په دغه مقام  دده دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  دپاکستان دصدراعظم  دنړيوالو  چارو او دملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز دافغانستان  دبهرنيو چارو  دوزير په توګه  دافغانستان  دجمعيت اسلامي  درييس  صلاح الدين رباني دټاکل کيدو په مناسبت  په يو پيغام کې  هيله کړې ده  چې دهيواد  په اوسنيو  نازکو شرايطو کې  په دغې ټاکنې سره  ددواړو ورونو  او ګاونډيو  هيوادونو  مناسبات  له پخوا زيات  پياوړې شي .
  دسرتاج عزيز  په پيغام کې  چې تيره شپه  په کابل کې  دپاکستان دسفير ابرار حسين له خوا  صلاح الدين رباني ته وسپارل شو  ،  دبهرنيو چارو  وزير ته  بلنه ورکړ شوې ده چې په يو مناسب فرصت کې  اسلام اباد ته سفر وکړي .
  ديوبل خبر له مخې  دتاجکستان  جمهوريت سفير شريف الدين امام اوف  دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير  صلاح الدين رباني  استوګنځې ته  په ورتګ سره  دخپل هيواد دبهرنيو چارو دوزير  ښاغلي  سراج الدين  اصيلوف  پيغام  ده ته وړاندې کړ .
په دې پيغام کې دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير په توګه  ښاغلي رباني ته  دولسي جرګې  دباور درايې  دورکولو  له امله  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  هيله شوې ده  چې دښاغلي رباني  په کاري دوره کې  دافغانستان او تاجکستان ترمنځ ورور کلويزې  اړيکې  لازياتې پياوړې شي .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست سيد مصدق خليلي  او ددغه وزارت ځينو رييسانو  نن  له صلاح الدين رباني سره  په کتنه کې  دافغانستان دبهرنيوچارو دوزير په توګه  دده دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته