کابل باختر دغويي د مياشتې ١٣ :
د (هېواد د مشهور اکاډميک او پوه شخصيت پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح ادبي او فلسفي مفکورې) د هغه علمي او څيړنيز سيمينار عنوان و چې پرون په کابل پوهنتون کې جوړ شو .
د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح د افغانستان مشهور فيلسوف، سياستوال، اديب او ټولنپوه دى چې د خپل عمر په اوږدوکې يې ستر خدمتونه وکړل او په پاى کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په پيښور ښارکې شهيد کړى شو.
په همدې مناسبت په هغه سيمينارکې چې د کابينې د يوشمېر وزيرانو، د جمهوري رياست د فرهنګي سلاکار، پوهانو او د کابل پوهنتون د استادانو او محصلانو په ګډون جوړ شو، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني ويډيويي پيغام خپور شو چې په هغه کې د دغه سيمينار له جوړونکوڅخه په قدردانۍ سره د پوهاند مجروح د علمي او فرهنګي شخصيت په باب خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رييس په دې پيغام کې وويل: د بهاءالدين مجروح د شخصيت يو خصوصيت دا و چې نه يواځې له غربي علم، فلسفې او حکمت سره معرفت درلود، بلکې د دې ترڅنګ يې د اسلامي او ختيځ تمدن له فرهنګ سره هم پوره بلدتيا درلود.
د هېواد جمهور رييس د استاد مجروح پيغامونه د هغه د زمانې د شخصيتونو له پيغامونوسره توپيري وبلل او زياته يې کړه: پوهاند مجروح د استبداد د ماهيت په باره کې پراخې خبرې کړې دي او له نورو متفکرانو سره په پرتله کې يې په ژوره او هر اړخيزه توګه معرفي کړى دى.
د هېواد جمهور رييس په دې ويډيويي پيغام کې وويل: د استاد مجروح پيغامونه کيداى شي د استبداد او د ځان غوښتنې د مفکورې پرخلاف مبارزه کې زموږ د لارې ډيوه وي او موږ د هغې له شرڅخه وژغوري .
د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند هم پوهاند مجروح د هېواد يوستر شخصيت وباله او زياته يې کړه: د شهيد پوهاند سيد بهاءالدين مجروح افکار، نظريې او فعاليتونه کولى شوو په دريو مهمو ادبي، فلسفي او سياسي اړخونوکې خلاصه کړو. د دغه څو اړخيز شخصيت هر اړخ په ځان پورې مخصوص کوايف او معاني لري چې سخته ده سارى يې پيداکړو.
دغه راز د کابل پوهنتون رييس او د لوړو زده کړو په چاروکې د جمهوري رياست سلاکار وزير پوهنيار حميدالله فاروقي د دغه سيمينار د جوړولو د موخې او د پوهاند مجروح د علمي او فلسفي شخصيت په اړوند وويل: کابل پوهنتون د هېواد د ډير ستر اکاډميک بنسټ په توګه د دې هېواد د ميړنيو د ستر تفکر او مفکورې په باب د ټولنې او د ځوان نسل د پوهاوي په لاره کې د هېواد اکاډميکو شخصيتونو په وړاندې د مسووليت د ادا کولو په موخه دوه ورځنى سيمينار جوړ کړ .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، شهيد مجروح يې افغان فيلسوف او د پيړۍ غږ وباله او ويې ويل: دى محصلانو ته د لوست ورکولو په بهيرکې د يو هېوادپال لارښود په توګه و او په لوست ورکولو او د خپلو ارزښتناکو فلسفي آثارو په تاليف او چاپولوسره يې ځوان نسل وروزه.
دغه راز پوهندوى بريالى باجوړي د استاد مجروح د کورنۍ په استازيتوب، د ټولنيزو علومو د پوهنځي د فلسفې ديپارتمنت آمر پوهاند احمد ضيا نيکبين د پوهاند مجروح د ارزښتناکو فلسفي آثارو او خدمتونو په باب او پوهاند مجاور احمد زيار د استاد مجروح د علمي، ادبي او فلسفي شخصيت په باره کې خبرې وکړې .
ټاکل شوې ده نن هم د علمي غونډو په ترڅ کې د پوهانو او د تحصيلي بنسټونو د استادانو له خوا د شهيد پوهاند ډاکتر سيد بهاءالدين مجروح د مفکورو او آثارو په باب علمي خبرې وشي.
2 2 دقیقې لوستل